اصف دورانی: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ستونزو حل په دوامداره خبرو کې دی

۷ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دوراني ویلي چې د روانو بن‌بستونو د هواري یوازینۍ لار د دوامدارو خبرو له لارې ممکنه ده. نوموړی ټینګار کوي چې دواړ ګاونډي هېوادونه باید هیڅکله د خبرو مخه ونه نیسي.

اصف دوراني شنبه د (لړم ۱۷مه) تازه اېکس پوسټ کې څرګنده کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانه شخړه یوازې د خبرو دوام او متقابل تفاهم له لارې حل کېدای شي.

نوموړی وايي: «که خبرې وځنډول شي، د دواړو هېوادونو دښمنان ترې ګټه پورته کوي.»

هغه همدارنګه د ګاونډیانو د رول په اړه وویل چې هېڅ هېواد باید د خبرو له فرصت څخه انکار ونه کړي، ځکه چې تاریخ ښوولې چې د مخنیوي په صورت کې ستونزې زیاتېږي.

د دوراني په وینا، د خبرو دوامدار جریان د ستونزو د هواري لپاره ضروري دی او د دوامدارې اړیکې جوړول د دواړو هېوادونو د ثبات او امنیت لپاره مهمه لار ده.

دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو او د ستونزو د هواري په اړه د بحثونو په منځ کې شوې دي، چې دواړه هېوادونه په سیمه‌ییزو او نړیوالو خبرو کې تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته ندي رسیدلي.

نور خبرونه

رادیو