د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو د غورځنګ په اړه ویلي چې پاکستان کې ناامنۍ له ۲۰۰۲ کال وړاندې پیل شوې او د دغه هېوا په داخلي سیاست او پوځي اقداماتو پورې اړه لري. د طالبانو ویاند مجاهد زیاتوي چې دوی د سیمې له ګاونډیانو سره د خبرو دوام ته ژمن دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن شنبه د (لړم ۱۷مه) یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ترکیې په استانبول کې د خبرو وروستی پړاو د سیمې د حالاتو د روښانتیا سبب شو، خو په عین وخت کې یې روښانه کړه چې په پاکستان کې ځینې ځانګړي پوځي کړۍ د افغانستان د بېثباتۍ څخه تل ګټه پورته کړې ده.
هغه وویل:«متأسفانه په پاکستان کې ځینو خاصو پوځي کړیو ته په افغانستان کې مرکزي قوي حکومت، امنیت، پرمختګ او په عموم کې سوله او ثبات ښه نه ایسي، ځکه دوی تل د افغانستان له ناامنۍ، اشغالونو، مهاجرتونو او مجبوریتونو څخه ګټه پورته کړې.»
مجاهد ټینګار وکړ چې د TTP قضیه نوې نه ده او د ۲۰۰۲ کال راهیسې په پاکستان کې موجوده ده.
نوموړي په پاکستان کې د بېلابېلو پوځي عملیاتو لنډ تاریخ یاد کړ او ویېویل چې د تیرو کلونو عملیاتو لوی شمېر پښتانه کډوال شوي دي.
د هغه په وینا، دا پېښې د «طالبانو له راتګ سره تړلې ستونزه نه ده» بلکې د پاکستان دننه سیاست او پوځي تګلارو نتیجه ده.
د طالبانو ویاند زیاته کړه چې له واکمنۍ وروسته امارت د هغو قبایلي کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي. کورونه یې له ډیورنډ کرښې لرې مرکزي سیمو ته انتقال شوي، کمپونه یې جوړ شوي، د وسلو ګرځولو مخه یې نیول شوې او د ستونزو د حل لپاره یې یو اصلاحي کمیسیون جوړ شوی.
مجاهد وویل:«د طالبانو حکومت به د ټولو هغو هڅو او اقداماتو تود هرکلی وکړي چې په پایله کې يې دغه کډوال خپلو سیمو ته ستانه شي.»
په عین وخت کې، مجاهد څرګنده کړه چې طالبان پوره مسولیت لري چې له خپلې خاورې څخه د بل هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي او هر ډول داسې هڅه به ودرول شي.
هغه وویل:«طالبان لا هم ځان مسول ګڼي چې له خپلې خاورې څخه چاته د بل هېواد په چارو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي؛ بلکه مخه یې ونیسي.»
مجاهد په پاکستان کې د پوځي کړیو او د هغوی د تېرو عملیاتو بېلابېلو نمونو ته اشاره وکړه، د ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۴ او وروسته پورې عملیات او د هغوی د بشري اغېزو یادونه یې وکړه، او ویل یې چې دا پېښې د پاکستان داخلي ستونزې دي چې له اوږدې مودې راهیسې روانې دي.
ده په ډاګه کړه چې طالبان د سیمې او دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو دوام ته ژمن دي او که کوم اړخ د مخامخ خبرو لاره غوره کړي، ورسره د مسایلو د حل زمینه برابره شوې ده.
په پای کې مجاهد ټینګار وکړ چې «دا موضوع باید له واقعیتونو او تاریخي شواهدو سره وڅېړل شي» او د سیمې هېوادونه باید د ګډو مذاکراتو له لارې د ثبات او امنیت لپاره کار وکړي، نه دا چې په یو اړخیزو تورونو او تبلیغاتو سره د ستونزو پېچلتیا نوره هم زیاته شي.

