د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو له لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونو په تړاو ویلي، چې طالبانو له دې کار سره یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د عادي کېدو وړ نه دي.
نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې طالبانو د سپټمبر په ۷مه نېټه د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو ته یاد دفتر ته د داخلېدو اجازه نه وه ورکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د طالبانو دغه بندیزونه د کابل په ګډون په هرات، او مزارشریف کې هم د ملګرو ملتونو سیمهییزو دفترونو ته غځېدلي دي، د دفترونو په دروازو کې طالبان ولاړ دي او ښځینه کارکوونکو ته دفترونو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.
یوناما پر دغه بندیز اندېښنه ښودلې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي:«ملګرو ملتونو داسې راپورونه هم ترلاسه کړې، چې طالبانو د زلزلې پرمهال او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو پرمهال نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره د ښځینه کارکوونکو د سفرونو د مخنیوي هڅې کړې دي.»
ملګرونو د طالبانو له خوا د یادو بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې ده.
رېچارډ بېنټ د طالبانو دغه اقدام ته په غبرګون کې د جمعې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکي:« زه د یوناما غوښتنې سره په کلکه همغږی یم چې طالبان دې پر ښځینه کارکوونکو بندیزونه لرې کړي. د طالبانو د عادي کېدو هر ډول هڅه باید تر هغې پوره نه شي څو دا ډله خپله تګلاره بدله نه کړي.»
نوموړي له طالبانو غوښته کړې چې پر افغان ښځینه کارکوونکو دې محدودیونه لرې کړي.