د طالبانو د خوست امنیه قومانداني وايي، چې ددغه ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې یې د شنو جوارو د فصل خرابولو په موخه د زهرجنې دوا پاشلو په تور شپږ کسان نیولي.
دغه پېښه څو ورځې مخکې د یادې ولسوالۍ اړوند "ورزې" سیمه کې شوې وه.
د خوست امنیه قوماندان مطبوعاتي دفتر نن شنبه د (وږي ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د متضرر کس لهخوا د عرض پاڼې له مخې یاد شکمن کسان نیول شوي دي.
دوی همدراز زیاتوي، چې تورن کسان دا مهال د نورو قانوني څېړنو لپاره د اسماعیلو خېلو او مندوزیو ولسوالۍ ابتدایه محکمې ته معرفي شوي دي.
طالبان وايي تراوسه معلومه نه ده، چې د زهرجنې دوا پاشلو انګیزه شخصي دښمني او که بله شخړه وه، خو موضوع د لا نورو څیړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې ده.