د طالبانو د امر بالمعروف ویاند سیف خیبر وایي، د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکې فرښتې د ځان وژنې قضیې په تړاو یې د هغې پلار او ورور نیولي دي. د فرښتې په نامه یادې نجلۍ دوه ورځې وړاندې د جبري نکاح له امله ځان وژلی و.
سیف خیبر د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) لیکلي چې فرښتې څو ځله د نکاح وړاندیز رد کړی و، خو پلار او مشر ورور یې هڅه کوله نوموړې په زور داسې چا ته واده کړي چې د هغې رضایت پکې نه و او د دغو فشارونو په پایله کې فرښته ځان وژنې ته اړه شوې.
طالبان وايي، د څېړنو تر بشپړېدو وروسته، د فرښتې پلار عبدالرحمن او مشر ورور یې د جبري نکاح د جرم په تور ونیول شول او محکمې ته وسپارل شول.
د خیبر په وینا، جبري نکاح له شرعي پلوه هېڅ حیثیت نه لري او د هبتالله د وروستي فرمان پر بنسټ دغه کار ناقانونه او غیراسلامي عمل ګڼل کېږي.
هغه زیاتوي چې هره نجلۍ چې له دغسې حالت سره مخ کیږي، د امربالمعروف محتسبانو ته دې مراجعه وکړي.
د طالبانو د امر بالمعروف ادارې دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دغه ډله له ښځو سره د تبعیضي چلند له امله په کوردننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ ده او طالب چارواکي هم تورن دي، چې له ځوانو نجونو سره دویم، درېیم او څلورم ودونه کوي.