په ترکیه کې مېشتو افغانانو له زلزله‌ځپلو سره خپلې مرستې د طالبانو سفارت ته وسپارلې

۴ ورځې مخکې

په ترکیه کې د طالبانو سفارت ویلي چې هلته د بېلابېلو افغان ټولنو استازو د افغانستان په ختیځ کې زلزله‌خپلو ته راټولې شوې خپلې مرستې د دغې ډلې سفیر ته سپارلي دي.

د یاد سفارت له‌خوا پنج‌شنبه (وږي ۲۰مه) په خپاره شوي بیان کې راغلي چې د افغانانو راټولې شوې مرستې د بېلابېلو د ټولنو استازو په ترکیه کې د یادې ډلې سفیر سمیع‌الله فرهمند سره د کتنې پرمهال سپارلي دي.

که څه هم په بیان کې د مرستو د کچې په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو ډاډ ورکړل شوی چې راټولې شوې مرستې به اړمنو کسانو ته ورورسیږي.

په بیان کې همداراز راغلي چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو راټولې شوې مرستې به د یوه شفاف میکانېزم له‌مخې پر اړمنو ووېشل شي او جزییات به یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي وېب‌سایټ کې خپاره شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کونړ ولایت ځینو اوسېدونکو په ځانګړي توګه د زلزلې یو شمېر زیانمنو کسانو د افغانستان انټرنشل په ګډون له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د مرستو د وېش په اړه نیوکې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو