د پرېټانیا شاهي ماڼۍ (بکینګهم ماڼۍ) ویلي چې شهزاده هري ۲۰ میاشتې وروسته له خپل پاچا چارلس سره په لندن کې لیدلي دي.
شاهي ماڼۍ ویلي چې پلار او زوی په یوه شخصي ناسته کې د چای څښلو پرمهال له یو بل سره خبرې کړي دي.
برېټانوي رسنۍ له خپل پلار سره د شهزاده هري لیدنه د دوی ترمنځ د کورنیو اختلافونو د حل پر لور مثبت ګام بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د برېټانیا شهزاده هري تل په خپلو مرکو او څرګندونو کې پر شاهي کورنۍ کلکې نیوکې کړې دي.