د پښتونخوا یو چارواکی: هره ورځ شاوخوا ۷زره کورنۍ افغانستان ته ستنېږي

۴ ورځې مخکې

د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ سره هم‌مهاله د خیبر پښتونخوا مرستیال کمېشنر بلال شاهد پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په وروستیو کې هره ورځ شاوخوا ۷زره کورنۍ افغانستان ته ستنېږي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې په دغه ایالت کې د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه کوم پلان نه‌شته؛ خو هڅه کېږي چې په باعزته توګه د افغانانو د ستنېدو لارې چارې برابرې شي.

په ورته وخت کې د پښتونخوا په جمروډ، لنډي کوتل او ځینو نورو سیمو کې مېشتو افغان کډوالو بیا ویلي، چې لا یې د وتلو په اړه کوم رسمي خبر نه‌دی ترلاسه کړی.

دوی وايي، که څه هم څو لسیزې کېږي چې په دغو سیمو کې مېشت دي؛ خو بیا هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت وروستیو پالیسیو اندېښمن کړي دي.

که څه هم په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو عملیات نه‌دي پیل شوي؛ خو په دغه ایالت کې مېشت افغانان وایي، چې ښوونځیو کې یې ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي او ورته د زده‌کړو د دوام اجازه نه ورکول کېږي او په بېلابېلو بازارونو کې له دوی غوښتل شوي، چې خپلې هټۍ وتړي.

دغه کډوال د نوم نه ښودلو په شرط وایي:« چې کار او روزګار نه وي؛ نو موږ دلته په تش لاس څنګه ژوند وکړو؟» دوی وايي، چې په نامستقیمه توګه پرې فشارونه ډېر شوي او دوی یې ډېر تنګ کړي دي.

د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې د پي او ار کارتونه لري د تېرې اګسټ میاشتې تر ۳۱مې نېټې له پاکستانه د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د پي او ار کارتونه لري؛ د پاکستان حکومت وايي، چې دغه کارټونه نور د اعتبار وړ نه‌دي.

نور خبرونه

رادیو