د روغتیا نړیوال سازمان تازه راپور څرګندوي چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سیمو ښځې د جنسیتي نابرابرۍ له امله له روغتیایي خدمتونو په ځانګړي ډول د درملنې او پاملرنې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د ښځینه روغتیایي کادرونو کمښت او د درملنې مرکزونو ته د ښځو پر تګ محدودیتونو د ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
د راپور پر بنسټ، په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې چې تازه د سختې زلزلې له امله زیانمن شوي، وضعیت خورا بحراني دی. د ښځو تګ راتګ د محرم د نشتوالي له کبله محدود شوی او د ماشومانو په ځانګړي ډول له یتیمانو د ناوړه ګټې اخیستنې خطر ډېر شوی دی.
راپور زیاتوي چې ډېری ښځینه روغتیاپالې د خوندي استوګنځایونو د نشتوالي له امله نشي کولی په روغتونونو کې پاتې شي او اړې دي هره ورځ له ښارونو کلیو ته د محرم په ملتیا اوږده مزلونه وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه محدودیتونه د دوامدارو روغتیایي خدمتونو مخه نیسي او ډېرې ښځې په بیړنیو حالاتو کې له اړینو درملنو بې برخې پاتې کېږي.
همدارنګه، د ښځینه ډاکترانو او نرسانو کمښت ددې لامل شوی چې ښځې په ډېرو سیمو کې عملاً له روغتیايي پاملرنې بېبرخې شي.
راپور ټینګار کوي چې د افغانستان بشري بحران یوازې د طبي خدمتونو نشتوالی نه دی، بلکې نور عوامل لکه فقر، ناامنۍ او نابرابري د ستونزو په زیاتېدو کې اساسي رول لري.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د ناروغیو خطر زیات شوی او کورنۍ په ګڼو او لنډمهالو پناه ځایونو کې د ساري ناروغیو لکه شري، تنفسي ناروغیو او نسناستې، له ګواښ سره مخ دي.
د پنځو روغتونونو د معلوماتو پر بنسټ، تر ټولو ډېرې پېښې له زلزلې وروسته تروماوې دي، ورپسې د سر او ملا د تېر ټپونه ډېر لیدل کېږي. همدارنګه، لږ تر لږه ۲۰روغتیایي مرکزونه او روغتونونه د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شوي دي.
د سپتمبر له دویمې تر ۹مې پورې یوازې په کونړ ولایت کې ۱۱۹۵ د ساري ناروغیو پېښې ثبت شوې، چې ۷۷۵یې د تنفسي ناروغۍ، ۶۰ د ملاریا شکمنې، ۴۳ د کرونا شکمنې او ۳۱۷د نسناستې پېښې وې.
راپور زیاتوي چې د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه ۴۳ټنه بیړني طبي تجهیزات زلزله ځپلو سیمو ته لېږلي دي.