د بغلان ولایت سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د دغه ولایت د جلګې او خوست ولسوالیو ترمنځ د کوتل پلفي په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې د دوو ښځو په ګډون ۹ کسان مړه شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
د بغلان د سیمه ييزو طالب چارواکو په وینا، یاده پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله شوې ده.