د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، ډېری هغه کورنۍ چې په ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله بېکوره شوي، اوس د غرونو په لوړو سیمو کې ژوند کوي. دغه کورنۍ نه یوازې د خپلو کورونو له لاسه ورکولو ستونزې سره مخ دي، بلکې د سختو جغرافیایي شرایطو له امله د مرستو جدي کمښت سره هم لاس او ګرېوان دي.
د «ډبلیو اېف پي» په وینا، د دې سیمو ډېری کلي د موټرو د تګ راتګ له اسانتیاوو بېبرخې دي او د سړکونو نشتوالی د مرستو رسونه ستونزمنه کړې ده.
دغه اداره وایي، چې د اړتیا وړ توکو د رسولو لپاره له غرنیو او نورو بدیلو لارو چارو استفاده کوي، ترڅو مرسته شوي خوراکي توکي تر اغېزمنو کورنیو ورسوي.
په خبر کې ټینګار شوی، چې زلزله ځپلې کورنۍ د سړې هوا، د استوګنځای له نشتوالي او د پاکو اوبو له کمښت سره هم مخ دي، چې د هغوی وضعیت یې لا پسې کړکېچن کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکو ویلي، چې له نړۍوالو مرستندویانو سره په ګډه هڅې روانې دي، څو د خوړو ترڅنګ د نورو لومړنیو اړتیاوو لکه خیمو او کمپلو په برابرولو کې هم مرسته وشي.
دغه اداره وايي، د افغانستان د زلزلې اغېزمن خلک په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې هره ورځ یې ژوند له نوو ننګونو سره مخ کېږي او د نړۍوالې ټولنې مرستې د هغوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره حیاتي دي.