د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو او په خېبرپښتونخوا کې د پوځي عملیاتو پر ضد توند دریځ غوره کړی او د دغو کړنو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.
عمران خان په اډیاله زندان کې له خپلو خویندو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان زموږ د وروڼو مسلمانانو هېواد دی او افغان کډوال له درېیو نسلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت دي.
نوموړي د اسلامي تاریخ د پېښو مثال ورکړ او زیاته یې کړه: «کله چې نبي کریم مدینې ته هجرت وکړ، د مدینې خلکو ورته خپلې دروازې پرانېستې او له همدې امله انصار د درناوي وړ پاتې شوي دي. خو موږ د خپلو افغان وروڼو لپاره پر خپله خاوره ژوند تنګ کړی او په زور یې اېستلو ته اړ کوو، چې دا ډېر د افسوس وړ کار دی.»
عمران خان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د «طالبانو ضد لابیګرانو» د خوشحالولو لپاره دغه اقدامات پرمخ وړي او په هغو سیمو کې د جګړې فضا قصدا رامنځته کوي چې جګړه په کې نشته.
هغه خبرداری ورکړی، چې که دغه کړنې ونه درول شي، نو حالات به نور هم د خرابېدو پر لور ولاړ شي.
د خېبرپښتونخوا د عملیاتو په اړه عمران خان ویلي، دا ډول اقدامات باید سمدستي ودرول شي، ځکه چې پخوا هم د همدې لامل له کبله د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) محبوبیت له منځه تللی و.
د هغه په وینا، د بهرنیو قوتونو د خوښۍ لپاره د خپلو خلکو پر وړاندې عملیات نه یوازې ناکامه دي، بلکې د حالاتو د ښه کېدو پر ځای د لا خرابېدو لامل ګرځي.
عمران خان ټینګار کړی، چې په دغو عملیاتو کې یوه خوا د پاکستان امنیتي ځواکونو سرتېري وژل کېږي او بله خوا د هېواد خپل ولس. «خپلو ته زیان رسول تل د ترهګرۍ په پراختیا تمامېږي.»
هغه په پای کې پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د افغانستان او پاکستان په خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم په بېړني توګه ودروي، ځکه دا کار د دواړو هېوادونو د خلکو د کرکې او د ناامنۍ د زیاتېدو لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور ويلي دي، د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه د مرکزي حکومت پرېکړه ده او په دې کې صوبایي حکومت هېڅ ډول نه لري.
نوموړي د پاکستان له حکومته غوښتي، چې افغان کډوالو په ځانګړې توګه زدهکوونکو ته د ویزو د ورکړې او نورو ستونزو د هوارولو لپاره نور وخت هم ورکړل شي.
خان او ګنډاپور دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او په دې هېواد کې مېشت افغان کډوالو له سختو ستونزو سره مخ دي.