د ترکیې اپوزیسیون جمهوریتپال ګوند «سي اېچ پي» هڅه کوي، خپلو دفترونو ته د پولیسو د ورتګ مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده، چې محکمې د یاد ګوند د استانبول برخې مشر له دندې ګوښه کړ.
د ترکیې د جمهوریتپال ګوند سلګونه غړو د محکمې د دغه پرېکړې په غبرګون کې لاریون کړی دی او هڅه کوي، چې خپلو دفترونو ته د پولیسو د ورتګ مخه ونیسي. د راپورونو پربنسټ؛ پولیسو د لاریون پرمهال له اوښکې بهوونکي ګاز هم کار اخیستی دی.