د بښنې نړۍوال سازمان: د بشري حقونو د نقض د څېړنې لپاره دې خپلواک میکانیزم جوړ شي

۵ ورځې مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې د افغانستان د بشري حقونو د نقض څېړنې لپاره یو خپلواک او نړۍوال میکانیزم رامنځته کړي.

دغه سازمان وایي، چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې د بشري حقونو پراخ نقضونه رامنځته شوي، چې باید د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ وڅېړل شي.

په اعلامیه کې راغلي دي، چې دغه میکانیزم باید په بېړنۍ توګه جوړ شي څو د افغانستان د تېر او روانو جرمونو شواهد او اسناد په منظم ډول راټول، یوځای، خوندي او وڅېړل شي.

د بښنې نړۍوال سازمان په باور، دا ګام به د هغو قضایي دوسیو په چمتو کولو کې مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د عادلانه او خپلواکو محاکمو د ترسره کېدو لپاره حیاتي ارزښت لري.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو له نقض سره د معافیت کلتور باید پای ته ورسېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، که نړۍواله ټولنه په ګډه او جدي ګامونه پورته نه کړي، نو د افغانستان خلک به له لا زیاتو سرغړونو، ظلمونو او بې‌عدالتیو سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ۲۰۲۱کال راوروسته د طالبانو واکمنۍ د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، سیاسي ګډون او د بیان د ازادۍ په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي دي. د ښځو د کار د بندیزونو ترڅنګ، د رسنیو او مدني ټولنو فعالیتونه هم تر سخت فشار لاندې دي. د بشري حقونو مدافعان او پخواني امنیتي کارکوونکي د جبري نیونو، شکنجو او ان د هدفي وژنو له ګواښ سره مخامخ دي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو یو شمېر راپور ورکوونکو او نورو نړۍوالو بنسټونو هم د افغانستان د وضعیت په اړه ورته غوښتنې کړې وې.

هغوی ټینګار کړی، چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ باید د بشري حقونو جدي سرغړونې د معافیت له دایرې وباسي او د حساب ورکولو میکانیزم ورته رامنځته شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان وایي، نړۍوالې ټولنې ته د افغانانو غږ لا هم رسېدلی نه دی او که نړۍواله ټولنه بې‌پروا پاتې شي، د طالبانو سرغړونې به د راتلونکو نسلونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.

نور خبرونه

رادیو