ملګري ملتونه: نړۍواله ټولنه دې د خبرو له لارې طالبان د بشري حقونو مراعتولو ته اړ باسي

۵ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ندا الناشف د ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند د جنسيتي ځورونې څرګندې بڼې وبللې. هغې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د خبرو اترو او هڅونې له لارې دې طالبان د بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو حقونو مراعتولو ته اړ باسي.

ندا الناشف د دوشنبې په ورځ د بشري حقونو په شورا کې د خبرو پر مهال د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د خراب وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر زده‌کړو، کار، سیاسي، ټولنیز او مدني فعالیتونو بندیز د ښځو د ژوند پر ټولو برخو ناوړه اغېزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د مرستیالې په وینا؛ طالبانو د ښځو پر طبي زده‌کړو بندیز سره د ښځو او نجونو د روغتیا په ګډون د زېږون پرمهال د روغتیایي خدمتونو حق څخه په جدي توګه سرغړونه کړې ده.

الناشف د طالبانو د «امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر» قانون د جنسيتي تبعیض د ډېرېدو لامل وباله او له طالبانو یې وغوښتل، چې له خپلو سختو دریځونو څخه تېر شي او نرمي غوره کړي.

هغې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه دې د خپلواکو څېړنو او محکمو ملاتړ وکړي.

الناشف زیاته کړه، باید د طالبانو د حساب‌ورکولو هڅې څو اړخیزې وي او له بېلابېلو لارو وڅارل شي.

اغلې الناشف وویل، د طالبانو د حساب‌ورکولو هڅې باید یوازې په یوې پروسې یا ځانګړې تګلارې پورې محدودې نه وي؛ بلکې باید د انتقالي عدالت ټول اړخونه په‌کې شامل وي.

د الناشف په وینا؛ باید نړۍواله ټولنه او د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه داسې لارې چارې وپلټي، چې له طالبانو سره ګټور جوړجاړي ته زمینه برابره کړي؛ داسې جوړجاړی چې طالبان له نړۍوالو سره د خپلو پخوانیو ژمنو رعایت ته اړ شي.

نور خبرونه

رادیو