په ملګرو ملتونو کې د قطر د دایمي استازولۍ مرستیالې په جنیوا کې ویلي، چې د افغان نجونو د زدهکړې موضوع باید د نړۍ د هېوادونو په مرکزیت کې وي. هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو خلاف دي.
جوهره بنت عبدالعزیز السویدي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې یې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د ښځو د زدهکړې او کار حقونه باید د افغانستان د راتلونکي د جوړولو اساسي برخه وي.
نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی لکه اقتصادي ناورین، بېکاري، د انساني مرستو زیاتېدونکې اړتیاوې، بېوزلي، د خوراکي توکو ناامنۍ، د اقلیم بدلون، بندیزونه او د میلیونو کډوالو بېرته ستنېدل.
د السویدي په وینا، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د بنسټونو په بیارغونه، د بشري مرستو په رسولو او د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو اترو په دوام کې مرسته وکړي، څو دایمي سولې ته د رسېدو لپاره شرایط برابر شي.
هغې زیاته کړه، چې قطر په خپلو خبرو اترو کې تل د بشري حقونو، د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب او د ښځو د زدهکړې او کار د حقونو د تضمین مسله راپورته کړې ده.
یاده دې وي، چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د زده کړو ټولې دروازې بندې کړې دي. طالبانو دا پرېکړه د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره د تعلیمي نصاب د نهسازګارۍ له امله توجیه کړې ده.
پر دې سربېره، ښځې د ډېرو دولتي او نادولتي ادارو له دندو ګوښه شوې دي او پر دوی د کار او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي، چې له پراخو نړۍوالو نیوکو سره مخ شوي دي.