د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: طالبانو ښځې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړې دي

۵ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک وایي، د طالبانو تر دویمې واکمنۍ څلور کاله وروسته څرګنده شوې چې یادې ډلې په دغه موده کې د افغانستان ښځې له ټولنیز ژوند څخه په بشپړ ډول اېستلې دي.

فولکر تورک پرون (د وږي ۱۷مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۰مې غونډې ته وویل:« پر افغان ښځو د روغتیایي خدمتونو او ډېرو نورو بشري حقونو په برخو کې بندیزونه لګول شوي دي.»

هغه زیاته کړه، افغان ښځې داسې مهال له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې کېږي چې په افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه خورا لوړه ده.

دغه ډول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له ایران او پاکستانه د مېلیونونو افغان کډوالو د شړلو په اړه وویل:« د ځینو هېوادونو په سیاستونو کې د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کول عادي شوي دي.»

په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو تګلاره جوړه شي. نوموړي وویل: «د دغې تګلارې جوړېدل به د بشري حقونو د سرغړونو په مخنیوي کې اساسي رول ولوبوي او طالبان به دې ته اړ کړي، چې د دغه سرغړونو په اړه ځواب ووايي.»

هغه زیاته کړه، د طالبانو مشر په تېرو څلورو کالو کې لسګونو فرمانونه صادر کړي چې د افغانستان پر ښځو یې په عامو او ځانګړو برخو کې سخت بندیزونه لګولي دي.

د بېنېټ په وینا؛ ډېری کارپوهان او د بشري حقونو فعالان د طالبانو دغه تګلارې د «جنسیتي اپارټایډ» په نوم یادوي. نوموړي زیاته کړه، طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې له ښوونځي، پوهنتون، ورزش، له محرم پرته سفر او کار څخه بې برخې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو