ډيپلوماټ مجلې په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي، تر هغه پورې چې نړۍ د افغانستان په اړه پرېکنده عمل ونه کړي؛ په دغه هېواد کې به هر طبيعي او مصنوعي ناورین د افغان ښځو او ماشومانو د ژوند پر وړاندې ستر ګواښ وي.
په مقاله کې راغلي، (د اګست په ۳۱مه نېټه) د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې سخته زلزله وشوه چې تر ۱۴۶۹ ډېر خلک یې مړه، لږ تر لږه ۳۷۰۰یې ټپیان او تر ۸۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړل.
خو د دغه ناورین تر شا یوه ژوره تراژیدي پټه ده. ښځې، نجونې او ماشومان د دغه ناورین اصلي قربانیان دي؛ ځکه چې طالبانو د جنسيتي اپارټایډ سیوری پرې غوړولی دی.
د طالبانو له دویمې واکمنۍ سره سم دغې ډلې د زدهکړو، کار، درملنې او ان په عام محضر کې د راښکاره کېدو په ګډون د افغان ښځو نږدې هر بنسټیز حق تر پښو لاندې کړی.
د ۲۰۲۴کال د ډسمبر په میاشت کې طالبانو پر ښځینه طبي زدهکړو بندیز ولګاوه او ورسره یې د ښځينه نرسانو او روغتیاپالو د وروستيو ښوونیزو مرکزونو دروازې هم وتړلې.
ډېری ډاکترانې کډوالې او یا هم له کاره منع شوې؛ په داسې حال کې چې پاتې نارینه ډاکتران په ولادي برخه کې د ښځو د درملنې اجازه نهلري. ګڼ کلینیکونه خالي شوي دي؛ ولایتي روغتونونه له دې امله تړل شوي، چې ښځینه ناروغانې له محرم پرته ډاکټر ته د تګ اجازه نهلري.
د افغانستان په ختیځ کې تر زلزلې وروسته د ډېرو ښځو درملنه ونه شوه، په تېره بیا هغه ټپي ښځې چې نارینه یې په دغه زلزله کې مړه او یا هم ټپیان شوي وو.
په مقاله کې راغلي، یو طبیعي ناورین په داسې انساني ناورین اوښتی چې په هغه کې ښځې او ماشومان د درملنې وړ ټپونو له امله مړه کېږي. جنسیتي اپارټایډ خپله د کورونو خالي کېدو ته زمینه برابروي، خلک یوازې د جګړې او بېوزلۍ له امله له هېواده نه تښتي؛ بلکې د ښځو د محوه کېدو له امله تښتي.
داسې وضعیت، چې مېندې له روغتونه منع شوې، لوڼې له ښوونې محرومې شوې او کونډې له محرم پرته له کوره نه شي وتلای؛ اوس په افغانستان کې د ښځو برخلیک همدا دی.
ډېری خلک بهرنيو هېوادونو ته د تګ پر مهال له مرګوني ګواښ سره مخ کېږي؛ خو پاکستان او ایران یې بېرته په زور او ډلهییزه توګه افغانستان ته شړي.
دا مهال په افغانستان کې او له افغانستانه بهر تر ۱۰ مېلیونه ډېر خلک سرپناه نهلري، چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.
مقاله کاږي، څه موده مخکې نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) د ښځو د ځورونې او بشري جرمونو په تور د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دغې ډلې د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل. خو دغه فرمانونه له عملي کېدو پرته هیڅ مانا نهلري او یوازې سمبولیکه بڼه لري، په داسې حال کې چې جنسيتي اپارټایډ په ښکاره او له خنډ پرته دوام لري.
مقاله زیاتوي:« په افغانستان کې روان وضعیت ته نسل وژنه ویلای شو. دغه ډلهییزه نسل وژنه نه ده؛ بلکې جلا بڼه لري. دغه نسل وژنه د منظم محرومیت او د ښځو د انساني وقار تر پښو لاندې کولو له لارې دوام کوي.»
په ورته وخت کې طالبانو له نړۍوالو څخه د زلزله ځپلو لپاره مرسته غوښتې. ملګرو ملتونو د زلزله ځپلو لپاره ۱۰ مېلیونه ډالره بېړنۍ مرسته جلا کړې ده؛ دغه ډول اروپایي ټولنې، بریټانیا، هندوستان او متحده عربي اماراتو هم د مرستو ژمنې کړې دي.
مقاله وړاندې کاږي، یوازې پیسې او وسایل هغه خنډونه نه شي لرې کولای چې طالبانو خپله جوړ کړي دي. افغانستان ته یوازې مرستندویه سرچینې نه؛ بلکې داسې د داسې زمینې برابرول په کار دي، چې د ښځې د مرستو ترلاسه کولو حق تضمین کړي.
مقاله کې راغلي، په دې اړه باید نړۍوال غبرګون بېړنی او پرېکنده وي. باید زلزله ځپلو سیمو ته د ښځو په مشرۍ طبي ډلګۍ واستول شي، د بشردوستانه مرستو دهلېزونه جوړ شي او باید ټولې مرستې د ښځو د ګډون په شرط پورې وتړل شي.
له مرستو ور هاخوا باید نړۍ جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني؛ خو تر څو چې نړۍ پرېکنده اقدام ونه کړي، په افغانستان کې به هر طبيعي او مصنوعي ناورین د افغان ښځو او ماشومانو د ژوند پر وړاندې ستر ګواښ وي.