سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو استخباراتو په بلخ ولایت کې د حمید انصاري په نوم یو مدني فعال له یوناما څخه د بودجې ترلاسه کولو په تور نیولی دی. د سرچینو په وینا؛ ښاغلی انصاري د یوې داسې موسسې مسوول دی، چې په بلخ ولایت کې د زدهکړو او سولې په برخو کې فعالیت کوي.
د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ؛ دغه مدني فعال تر یوه میاشت ډېر وخت مخکې په کابل کې ورک شوی و.
سرچینه زیاتوي، د انصاري کورنۍ د هغه تر ورکېدو یوه اونۍ وروسته خبره شوه چې هغه د طالبانو استخباراتو زنداني کړی دی.
سرچینو ویلي، طالبانو ښاغلی انصاري په دې تورن کړی چې د مدني او بشري فعالیتونو لپاره یې له یوناما څخه بودجه ترلاسه کړې ده.