طالبانو په سمنګان او غور ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

۶ ورځې مخکې

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په سمنګان او غور ولایتونو کې یې دوه کوډګر نیولي دي. دغه وزارت وایي، چې دغه کوډګر تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضايي بسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپور شوي بیان کې راغلي، چې «نیول شویو کسانو په ټولنه کې د فساد د دودولو سربېره په بېلابېلو پلمو خلک تېر اېستې دي.» تېره ورځ هم دغه وزارت په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د درېیو کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

نور خبرونه

رادیو