پاکستاني چارواکي: په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي ۸۰۰۰ وسله وال ځای پر ځای شوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۸

د خیبر پښتونخوا چارواکي خبرداری ورکوي چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له ۸ زرو ډېر وسله‌وال د افغانستان له لارې ددغه ایالت بېلابېلو سیمو ته داخل شوي او اوس د عامو خلکو له منځ نه پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

دې نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې د خېبر پښتونخوا د چارواکو له قوله راپور خپور کړی، چې دغه وسله‌وال د افغانستان له خاورې له بېلابېلو لارو خیبرپښتونخوا ته ننوتلي او اوس په پېښور، ټانک، ډېره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت، سوات، شانګله او یو شمېر نورو سیمو کې ځای پر ځای دي.

د چارواکو په وینا، وسله‌والو په ځینو لارو لکه دسیپيک سړک، د ډېره اسماعیل خان-بنو لار او ټانک کې د پوستو جوړولو هڅه کړې او د خلکو په منځ کې د پناه اخیستو له لارې امنیتي ځواکونو باندې بریدونه ترسره کوي.

د پولیسو د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵په لومړیو اتو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ۶۰۵ د ترهګرۍ پېښې ثبت شوې دي.

په دغو پېښو کې ۱۳۸ ملکیان وژل شوي او ۳۵۲ ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي چې په دغه پېښو کې۷۹ د پولیسو سرتېري هم وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان دي.

په رپوټ کې وړاندې راغلي چې یوازې د اګست په میاشت کې ۱۲۹ ترهګریزې پېښې شوې چې ۱۷ ملکیان پکې وژل شوي، ۵۱نور ټپیان شوي، همدا راز په دغه پېښو کې۱۳ پولیس سرتېري وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

رپوټ وړاندې زیاتوي چې په همدې میاشت کې ۳۵۱ تنه د ترهګرۍ په پېښو کې تورن شوي، ۳۲ وسله‌وال وژل شوي او ۵ نور نیول شوي دي.

د اګست په میاشت کې په بنو کې تر ټولو ډېرې پېښې (۴۲) ثبت شوې. په شمالي وزیرستان کې ۱۵، جنوبي وزیرستان کې ۱۴ او په دیر کې ۱۱ پېښې شوې.

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه د وسله‌والو پر وړاندې د ځوابي بریدونو پر مهال له جدي ستونزو سره مخامخ دي او ځینې وخت پکې تلفات هم ورکوي.

د قبایلي مشرانو جرګو، چې د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ جوړې شوې وې، په څرګندونو کې ویل شوي چې د افغانستان له لوري د ترهګرو راتګ د اندېښنې وړ دی. قبایلي مشرانو غوښتنه کړې چې دا موضوع باید له طالبانو سره هم مطرح شي.

چارواکي زیاتوي چې یوازې په باجوړ او خیبر کې ۸۰۰ وسله‌وال موجود دي، خو په تېرو اونیو کې امنیتي ځواکونو په باجوړ او شمالي وزیرستان کې له افغانستان نه د ننوتلو پر مهال ۸۰ وسله‌وال وژلي دي.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر مشاور محمد علي سيف ویلي چې وسله‌وال د سړک پر سر ویډیوګانې جوړوي او بیا تښتي.

نور خبرونه

رادیو