د تیراه په هوایي برید کې د ولسي وګړو له وژنې وروسته پراخ غبرګونونه راپورته شوي

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، چې د خېبرپښتونخوا په تېرا سیمه کې د پاکستاني پوځ په هوايي بریدونو کې د وژل شویو له ډلې ۱۲ ماشومان، شپږ مېرمنې او یو سړی ټول د سیمې د مشر خیال اکبر د کورنۍ غړي وو. دې پېښې د سیمې د خلکو سخت غبرګونونه پارولي دي.

رپوټونه وايي، د دوشنبې په سهارد تېراه په اکاخېل سیمه کې د هوایي بریدونو له امله چې په څو کورونو ترسره شول ښځې، ماشومان او لویان ووژل..

ځایي چارواکي ادعا کوي چې په هوایي بریدونو کې ویجاړ شوي کورونه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د دوه قوماندانانو، امان ګل او مسعود خان له‌خوا د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کارېدل، خو عام خلک وايي، په بمبارۍ کې ملکي خلک په نښه شوي دي.

ددغه پېښې په تړاو د پاکستان امنیتي ادارو کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د خېبر پښتونخوا حکومت دا پېښه د "ترهګرو پر ضد عملیات" یاد کړي.

ځايي خلک او ولسي استازي د حکومت ادعاوې ردوي او وایي چې د دوشنبې په شپه هوایي بریدونه شوي او بې‌ګناه خلک پکې وژل شوي دي.

د دوی په وینا، د درسو په شادلې سیمه کې پنځه کورونه په مستقیم هوایي برید کې نړېدلي او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د وژل شویو له ډلې ۱۲ ماشومان، شپږ مېرمنې او یو سړی ټول د سیمې د مشر خیال اکبر د کورنۍ غړي وو، همدا ډول دوه نور وژل شوي کسان ځایي شپانه معرفي شوي دي.

د باړې په بازار کې د خلکو د یو لوی لاریون پر مهال، د مختلفو سیاسي ګوندونو استازو، قومي مشرانو او د سیمې د استازو ګډون وکړ او د پېښې د "بې‌پلوه قضایي پلټنې" غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم په یوه بیان کې وویل چې د هوايي برید په ترڅ کې د ولسي وګړو وژنې ژور اندېښمن کړي او له حکومته یې د پلټنو غوښتنه وکړه.

د خېبر پښتونخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شویو د کورنیو لپاره لس لس میلیونه روپۍ تاوان ورکولو یادونه شوې.

خبرپاڼه وایي چې وزیراعلی علي امین ګنډاپور د سیمې له یو پلاوي سره لیدلي او ټینګار یې کړی چې: «په عملیاتو کې د ولسي خلکو وژل کېدل د خواشینۍ او غندنې وړ دي او د منلو وړ نه دي.»

د غونډې پر مهال پرېکړه وشوه چې د سیمې د منتخبو استازو، سیاسي مشرانو او قومي مشرانو په ګډون یوه جرګه د پوځ له مشرانو سره ترسره شي او د سولې او امنیت لپاره پر نوې تګلارې موافقه وشي.

نور خبرونه

رادیو