د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د خېبر پښتونخوا د تېراه درې اړوند د پاکستاني پوځیانو وروستيو هوایي بمباریو ته په اشارې ویلي، چې لومړی ووژل شي او بیا وروسته پرې ټاپه ولګېږي چې هر څه همدې وژل شویو پښتنو خپله په ځان کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: «دا د افسوس وړ حالت دی او لا هم زموږ پوښتنې نهدي ځواب شوې. د پېښې مسوول څوک دی؟» اېمل ولي خان پر اېکس پاڼه لیکلي، دوی ته باید ښکاره ځواب ورکړل شي چې د دغه پېښې مسوولین «ترهګر، د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت، که د پاکستان مرکزي حکومت او یا هم ټول سره یو ځای شریک دي.»
څو ورځې وړاندې په تېراه دره کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملګي وګړو پر کورونو هوایي بریدونه وکړل، چې د دوو کورنیو ۲۱عام وګړي پهکې ووژل شول. د تېراه ځایي اوسېدونکو یې په غبرګون کې ولسي اعتراض هم پیل کړی او له حکومته یې غوښتي، چې باید د دغه پېښې په تړاو ورته وضاحت ورکړي.
همدا راز ځايي قومي مخورو او ځوانانو غوښتنه کړې، چې د ایالتي حکومت د سر وزیر علي امین ګنډاپور تر څنګ باید د پاکستاني پوځ د پېښور قول اردو قوماندان ترې بخښنه وغواړي. د تېراه دې پېښې ته ګڼو پښتنو سیاستوالو او پارلماني غړو غبرګونونه ښوولي او دا یې پر پښتنو یو بل «تېری» ګڼلی دی.