د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د ډېره اسماعیل خان د درابن په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د ۱۳غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، دغه عملیات هغه مهال ترسره شول چې د وسله والو د موجودیت په اړه یې کره معلومات ترلاسه کړل. د پوځ په وینا، د ترهګرو پټنځای یې په نښه کړ او د نښتې پر مهال ۱۳وسلوال ووژل شول.
د پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې، له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. پوځ زیاتوي، یادو وسله والو د ګڼو ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو کې لاس درلود، چې پکې د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر میاشتې د درابن ځانمرګی برید، د حکومتي چارواکو تښتونې او هدفي وژنې شاملې دي.
په ورته وخت کې د افغان طالبانو او پاکستان اړیکې د «ټيټيپي» له امله تر بل هر وخت ترینګلې دي. پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې «ټيټيپي» او نورو وسلهوالو ډلو ته یې په افغانستان کې خوندي پناه ورکړې او له همدې ځایه د پاکستان پر ضد بریدونه پلانېږي.
خو افغان طالبان بیا دغه تورونه تل ردوي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ ګاونډي هېواد پر ضد نه کارول کېږي. د طالبانو په وینا، د «ټيټيپي» موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او باید د سیاسي خبرو اترو له لارې حل شي.
د دواړو لوریو ترمنځ د باور نشتوالی د دې لامل شوی، چې د سرحدي سیمو وضعیت نور هم ترینګلی شي او وخت ناوخته د تاوتریخوالي پېښې رامنځته شي.
شنونکي باور لري، که څه هم د پاکستان پوځ پرلهپسې د «ټيټيپي» پر ضد عملیات کوي، خو د افغان طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د اعتماد د فضا نشتوالی د اوږدمهالي حل مخه نیسي.