د خیبر پښتونخوا د تېراه د پيښې قربانیانو د کورنیو او د ایالتي حکومت د لوړ پوړي پلاوي ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د قربانیانو د کورنیو استازي وايي، د پېښور فرقې قوماندان باید بښنه وغواړي او حکومت لیکلی ضمانت ور کړي، چې بیا به داسې پېښې نه تکراریږي.
په خیبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د تیراه د پېښې د قربانیانو د استازو او ایالتي حکومت د چارواکو ترمځ ناسته کې ولسي استازو غوښتنه کړې، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امين ګنډاپور او د پېښور قول اردو قوماندان دې د پرلت ځای ته ورشي او د قربانیو له کورنیو دې په رسمي ډول بښنه وغواړي.
هغوی دا ټینګار هم کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي پرلت به ادامه لري.
بل لور ته د پاکستان حکومتي پلاوي غړو لاریونوالو ته ډاډ ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر به سبا يا بله ورځ پخپله د پرلت ځای ته ورشي او د قربانيانو له کورنیو سره به د خواخوږۍ او فاتحې لپاره وګوړي.
د سرچینو په وینا، د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د پاکستان حکومتي پلاوی پېښور ته ستون شو او په دې پلاوي کې د ایالتي وزیرانو تر څنګ د پېښور کمېشنر هم شامل و.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ په تېراه کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملکي خلکو پر کورونو بمبار وکړ، چې د دوو کورنیو ۲۱ کسان پکې وژل شوي دي.
د تیراه خلکو ددې مرګونې پېښې په غبرګون کې له تیرې ورځې راهیسې پرلت پیل کړی دی.