ګنډا پور وايي له طالبانو سره پر کډوالو او د ډیورنډ کرښې پر امنیت غږیږي

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي چې له طالبانو یې مثبت پیغام ترلاسه کړی او ډېر ژر به د دواړو لوریو ترمنځ د کډوالو، سوداګرۍ او ډیورنډ کرښې امنیت په اړه خبرې پیل شي. نوموړی زیاتوي چې دغه ستونزې په مستقیم ډول د ایالت پر اقتصاد او خلکو اغېز لري.

علي امین ګنډاپور د سې شنبې په ورځ په پېښور کې د خبري کنفرانس پر مهال وویل چې د طالبانو حکومت د ګډو ستونزو د حل اراده لري او په نږدې راتلونکې کې به یو ایالتي پلاوی کابل ته ولاړ شي.

نوموړي زیاته کړه چې د خبرو اجنډا کې به ډيورنډ کرښې ته څېرمه تاوتریخوالي، سوداګریز خنډونه او د افغان کډوالو د زیات بار ستونزه شامل وي.

ګنډاپور د فدرالي وزیر وروستۍ څرګندونې "د خواشینۍ وړ" وبللې او ټینګار یې وکړ چې د خېبرپښتونخوا حکومت کولای شي دغه ستونزې په مستقیم ډول له کابل سره حل کړي.

هغه د پاکستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه وویل چې پر ده جوړې شوې قضیې بې‌ بنسټه دي او له خپلې ګوندي مبارزې نه‌ پر شا کېږي.

د نوموړي په وینا، د ولسي غونډو له لارې به وښيي چې ټول ملت د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان تر شا ولاړ دی.

نور خبرونه

رادیو