د کونړ ناورین

د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې پر ښځینه مرستندویه کارکوونکو بندیزونه لغوه کړي

۶ ورځې مخکې

د افغانستان په ختيځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو لګول شوي محدوديتونه او بندیزونه لرې کړي. یاد سازمان زیاته کړې، چې ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید پرته له محرم څخه زیانمنو سیمو ته د سفر اجازه ولري.

دغه سازمان وایي، مرستندیونه کارکوونکې باید هغو مېرمنو ته روغتيايي خدمتونه ورسوي چې د زلزلې له امله يې طبي مرستو ته اړتيا پيدا کړې ده. د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان د دفتر مرستیاله موکتا شارما په خبره: «په اوس وخت کې تر ټولو لويه ستونزه د ښځينه روغتيايي کارکوونکو جدي کموالی دی.»

نوموړې اټکل وکړ، چې نږدې ۹۰ سلنه طبي کارکوونکي په زلزله ځپلو سيمو کې نارينه دي او پاتې ۱۰ سلنه زياتره قابله‌ګانې او نرسانې دي؛ نه هغه مسلکي ښځينه ډاکټرانې چې د سختو ټپونو درملنه وکړي. د هغې په وينا؛ دا يوه جدي ستونزه ده ځکه چې ښځې له نارينه ډاکټرانو سره د خبرو اترو څخه ډډه کوي او يوازې سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.

طالبانو په ۲۰۲۲کال کې پر ښځو بنديز ولګاوه، چې له کوره بهر کار ونه کړي. د رويټرز د راپور له مخې؛ د مرستندويه ادارو چارواکو ويلي، دوی ته ځينې استثناوې ورکړل شوې دي؛ خو د یوې محدودې مودې لپاره دي او په بېړنیو حالاتو کې چې اړتیاوې ډېرې وي ورته بسنه نه‌کوي.

موکتا شارما وويل: «محدوديتونه ډېر سخت دي، د محرم موضوع لا هم پر خپل حال پاتې ده او طالبانو هېڅ رسمي استثنا نه‌ده اعلان کړې؛ خو تېره اوونۍ زموږ ټيم دغه موضوع له طالب چارواکو سره شريکه کړه.» نوموړې زياته کړه: «موږ احساس وکړ، چې اوس د خبرو کولو وخت دی. بايد ورته ووايو، چې دا هغه وخت دی چې تاسو واقعا زياتو ښځينه روغتيايي کارکوونکو ته اړتيا لرئ. اجازه ورکړئ چې هغوی راولو، ان له نورو سيمو څخه هم چې شونې وي.»

د کونړ په وروستۍ زلزله کې یوې اغېزمنې شوې ښځې ویلي: «زموږ د کلي ډېری ښځې اوس له زلزلې وروسته پر رواني ناروغۍ او د وينې پر لوړ فشار اخته شوې او د روغتيايي خدمتونو ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي».

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اټکل له مخې؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۶۰۰ مېندواره ښځې سملاسي طبي مرستو ته اړتيا لري. له دې وړاندې د کونړ اوسېدونکو خبر ورکړی و، چې لږ تر لږه شپږ مېندواره ښځې د ښځينه طبي پرسونل د کموالي له امله مړې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو