ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونو د مور او ماشوم مړینه ډېره کړې ده

۶ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو او د کم عمره نجونو د ودونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. دغه اداره وايي، دغه لړۍ د وړو نجونو د مېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۳۰ سلنه افغان نجونې تر اتلس کلنۍ مخکې واده شوې او شاوخوا لس سلنه یې تر پنځلسو کالو لږ عمر لاره.

د دغې ادارې په وینا؛ ډېرې کورنۍ د فقر، زده‌کړې یا د کار نشتوالي له امله واده د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې.

د یادې ادارې د اټکل له مخې؛ تر ۲۰۲۶ کاله پورې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو مېندواري ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

دغه اداره وړاندې وایي، هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتې کېږي، ډېری یې د اجباري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د مېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، چې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، له کار څخه بې برخې کېدل او روغتیايي خدمتونو کمښت داسې شرایط برابر کړي، چې د مور او ماشوم د مړینې ګواښ ډېر شي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې بندیز د ښځینه روغتیایي مسلکي کارکوونکو روزنې د وروستۍ هیلې لاره هم وتړله.

دې پرېکړې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود کړی او د وړو نجونو ودونو له ډېرېدو سره یو ځای یې د ښځو او ماشومانو لپاره یو پېچلې او خطرناک روغتیایي ناورین پېښ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زده‌کړې به نه‌لري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.

د دغې ادارې په باور؛ نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي؛ که نه، د انساني او پرمختیايي پایلو بڼه به نوره هم بدله شي.

نوموړې ادارې تر دې وړاندې هم له نړۍوالې ټولنې غوښتي و، چې خپلې مرستې او پروګرامونه په افغانستان کې له سره داسې طرحه کړي چې ټول پام یې ښځو ته اړولی وي.

یادې ادارې ویلي، باید سرچینې اوږدمهاله او د بدلون وړ وي او په داسې ډول د ښځو د سیمه‌ییزو ادارو په واک کې ورکړل شي، چې لږ تر لږه «۳۰ سلنه» مرستې د جنسیتي برابرۍ پروګرامونو ته ځانګړې شي.

دغه اداره زیاتوي، باید د هر هغه اقدام مخه ونیول شي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د عادي کولو لامل کېږي.

د دغې ادارې په وینا؛ که په افغانستان کې د ښځو حقونه، زده‌کړه او روغتیا لومړیتوب ونه لري، افغانستان به د ځوان نسل د ضایع کېدو او د پرمختګ له مخې له ګواښ سره مخ شي.

طالبانو تر ۲۰۲۱ کال وروسته د پرله‌پسې فرمانونو په صادرولو سره د افغانستان ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له عام حضور څخه بې برخې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو