سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ په بازار کې لويه اورلګیدنه رامنځته شوې ده. د راپورونو لهمخې، دغه اور تېره شپه شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ او خلکو او سوداګرو ته يې ستر مالي زیانونه اړولي دي.
تر اوسه د اورلګېدنې اصلي لامل نه دی روښانه شوی او طالب چارواکو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.
یوه ځایي اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی چې د طالبانو د اوروژنې ټیم له ډېر ځنډ وروسته سیمې ته ورسېد او له همدې امله ګڼ شمېر هټۍ سختې زیانمنې شوې.