د طالبانو تر واک لاندې رسنیو خبر ورکړی چې شنبه (وږي ۱۵مه) له پاکستان او ایران نه دوه زره او ۲۱۶ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې یوازې یو زرو او ۴۹۲ کورنۍ له پاکستانه ورغلي دي.
طالبانو ته نږدې باختر خبري اژانس ویلي چې د ننګرهار د تورخم له لارې یو زرو او ۳۰۹ کورنۍ، د کندهار سپین بولدک له لارې ۱۶۳ کورنۍ او د هلمند د بهرمچې له لارې بیا یوازې ۲۰ کورنۍ افغانستان ته تللي دي. همداراز د نیمروز بندر ورېښمو پله باندې ۹۹ او د هرات په اسلام کلا ۶۲۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو دا نه دي ویلي چې دا کورنۍ په جبري توګه اېستل شوي او که په داوطلبانه توګه هېواد ته تللي دي.
هممهاله په ایران او پاکستان کې د کډوالو د اېستل کېدو څپې روانې دي. که څه هم له ایران څخه د افغانانو د اېستنې بهیر ټکنی شوی، خو پاکستان بیا د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې دا لړۍ بېخي ډېره چټکه کړې او ان د ملګرو ملتونو سره د ثبت کډوالو یا «پي او ار» کارټلرونکو د اېستنې عملیات یې هم پیل کړي.
په یاد هېواد کې مېشت افغانان وایي، پولیس په بېلابېلو ایالتونو کې ورپسې کور په کور ګرځي او تر نیول کېدو وروسته یې وباسي. که څه هم ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو له اسلاماباد نه غوښتي چې د اېستل کېدو دا لړۍ دې بنده کړي، خو پاکستان د دغه غوښتنو د منلو پر وړاندې دا ځل بېپروا ښکاري.
ورسره سره جوخت، له اسلاماباد یو شمېر هغه افغانان هم اېستل کېږي چې د لوېدیځ هېوادونو سره د کار د مخینې له کبله د کډوالۍ دوسیې لري او د طالبانو له لوري له جدي ګواښونو سره مخ دي. دوه اوونۍ وړاندې ان پولیسو د جرمني هېواد اړوند هغه لسګونه پناهغوښتونکي هم و اېستل چې د یاد هېواد د سفارت اړوند مېلمستونونو کې اوسېدل.