یوه ښځه او یو نارینه چې شاوخوا دوه کاله مخکې د طالبانو له لوري د بېلابېلو تورونو له امله له کابل او پروان ولایتونو نیول شوي و، د طالبانو په ځانګړې توګه د دغې ډلې د استخباراتو په زندانونو کې د ډول ډول شکنجو په تړاو بوږنونکې کیسې لري.
یوه له دغو، د بشري او د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي ده. هغې د شنبې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) د مقاومت جبهې له لوري په اېکس پاڼه کې په یوه جوړ شوي سپېس کې وویل، چې د ښځو د حقونو او عدالت غوښتنې په تړاو له څه باندې دوو کلونو مبارزې وروسته، بالاخره د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۵مه په کابل کې د خپل کور مخې ته یې په شخصي موټرو کې د سپرو طالبانو له لوري ونیول شوه، په داسې حال کې چې هېڅ ښځه ورسره نه وه.
ژولیا پارسي وايي، «زه د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۵مه افغان ښځو ته د عدالت غوښتنې په جرم ونیول شوم، متاسفانه دا د طالب له نظره ډېر لوی جرم دی او بیا یې بندي کړم.»
د نوموړې په وینا، د لارې په اوږدو کې په داسې حال کې چې سترګې یې تړلې وې، یو ځای موټر ودرول شو او یو طالب یې تر څنګ کېناست او له وهلو ډبولو سره یې غوښتل، چې د موبایل پسورډ ترې واخلي.
ژولیا پارسي وايي: «د لارې په اوږدو کې د وزیراکبرخان په سیمه کې موټر ودرول شو او یو طالب زما څنګ ته کېناست او راته یې ویل، د موبایل پسورډ راکړه، ما پسورډ نه ورکاوه، ما ورته وویل، تاسو د مسلمانۍ په اړه خبرې کوئ او ښځې له محرم پرته بهر نه پرېږدۍ نو ته یو نامحرم ولې زما په لاسونو او ځان لاس وهې او بیا مې همداسې چیغه کړه او طالب بیا رانه ښکته شو او یو بل ته یې سره ویل چې ۴۰م ریاست ته یوسئ.»
د نوموړې په وینا، کله چې ۴۰م ریاست ته ولېږدول شوه، نو ۷ ښځینه کارکوونکې راغلې او له سپکو سپورو ویلو او وهلو ډبولو وروسته یې ترې د موبایل پسورډ واخیست او شاوخوا ۲۲ ورځې یې بیا ټولې ټولنیزې پاڼې په ۲۴ ساعته ډول انلاین وې.
ژولیا زیاتوي: «۴۰م ریاست ته په رسېدو سره ۷ ښځې راغلې چې د ښځينه برخې کارکوونکې وې، تاسو باور وکړئ چې دوی له طالبانو ډېرې ظالمانې وې او زه یې بیا یوه تشناب ته بوتلم او هلته یې له وهلو او ډبولو وروسته پر دې وګواښلم چې که د موبایل پسورډ ورنکړم، نو لوڼې به مې هم دلته راولي. بیا له دې وېرې اړه شوم چې پسورډ ورکړم.»
ژولیا پارسي وايي، ۴۱ ورځې په انفرادي بندخونه کې ساتل کېده او ورسره جوخت له دې خبره شوه چې تنکی ځوان زوی یې هم په دې جرم چې په یادو اعتراضونو کې له خپلې مور سره و، نیولی وو.
دا زیاتوي، «ما خو د طالبانو پر ضد اعتراض کړی و، خو زوی مې هېڅ ګناه نه درلوده او هغه یې په دې جرم نیولی و چې مور دې معترضه ده.»
د نوموړې په وینا، طالبانو د دې له موبایله کورني عکسونه کاپي کړي وو او پر دې یې ګواښله که چېرې د دوی په خوښه جرمونو اعتراف ونه کړي، نو هره ورځ به یې یو کورنی عکس په ټولنیزو شبکو کې خپور کړي.
ژولیا پارسي همداراز زیاتوي: «زما له موبایله یې کورني عکسونه کاپي کړي و او ګواښلم یې چې که څه چې دوی وايي اقرار ونکړم، نو هره ورځ به یو عکس په ټولنیزو شبکو کې خپروي او ورسره به لیکي چې د بداخلاقۍ په تور بندي ده، نه ده اعتراضونو په تور.»
ژولیا د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي، دغې ډلې له وهلو ډبولو او سپکو سپورو سربېره د شپې له خوا یې پر سر اوبه وراچولې، له چته به یې راځوړندوله، پر سر به یې پلاستیکي خلطې وراچولې او بیا یې سر د اوبو په سلطل کې ښکته کاوه.
د نوموړې په وینا: «د طالبانو ډلې نارینه او ښځينه کارکونکې دواړه رحم نه لري» او دا بالاخره له ۳ میاشتو له بندخونې خوشې شوه او له څه مودې وروسته له افغانستانه پر وتلو بریالۍ او اوس په یوه بل هېواد کې ژوند کوي.
په دغه سپېس کې، په مستعار نوم سهراب شمال چې د مقاومت ډلې د غړیتوب په تور د طالبانو په استخباراتو او بګرام زندانونو کې شاوخوا یو کال بندي و، وویل چې له وهلو ډبولو او سپکو سپورو سره سره یې ان د پښو نوکان هم پرې اېستل شوي دي. هغه زیاتوي، چې د ۱۴۰۲ کال په روژې میاشت کې د پروان ولایت له یوې ولسوالۍ ونیول شو او په لاره کې د وهلو ډبولو په وسیله یې د کابل شش درک (د طالبانو استخباراتي ادارې) ته لېږدولی دی.
د نوموړي په وینا، طالبانو هېڅ داسې اسناد نه درلودل چې ثابته کړي د مقاومت غړی و، نو په وینا یې هر هغه چا چې د دوی په خوښه اعتراف نه کاوه، تر نورو به ډېر وهل کېده او له ډول ډول شکنجو سره به مخ و.
نوموړی د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي، دغې ډلې په پیپ او کېبلونو او همداراز سوکانو او لغتو سربېره پر سر پلاستیکي خلطې کش کولې، په ستوڼي کې یې د اوبو پیپونه نیول، برقي شوک یې ورکاوه او د پښو نوکان یې اېستل.
د نوموړي په وینا، په دغو زندانونو کې ځينې طالبان د لواطت او فلسطین ته د تللو د هوډ په جرمونو هم بندیان وو، خو هېڅکله هم نه دي شکنجه شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د طالبانو په بندخونو کې د بندیانو د وضعیت په تړاو شدیده اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې په ځینو حالاتو کې ځینې بندیان په ډېر بد حالت کې له بندخونو ازاد شوي دي.
له دې سره، د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان بیا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په بند خونو کې شکنجه یوه عامه او سیستماتیکه کړنه ده، چې طالبان له تورنو کسانو د اقرار او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د رواني ازار او نورو لارو کار اخلي.
د قربانیانو په وینا، شکنجه کوونکي د برقي شاک، په تودو وسپنو سوځول، اوږدمهالی انفرادي بند، رواني فشار او ان د دروغو اعدامونو له طریقو کار اخلي.
د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان د راپور موندنې ښيي، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ترسره کېږي، بلکې ښځینه فعالان، قومي او مذهبي لږکي هم په ځانګړي ډول هدف ګرځي.
له دې سره، څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کول هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.