نړۍوال بانک د پاکستان د روغتیا بودیجې په سیسټم کې جدي نیمګړتیاوې په ګوته کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

نړۍوال بانک د پاکستان د روغتیايي بودیجې سیسټم کې د ټیټ کیفیت لګښت اټکلونو، د بودیجې ناڅاپي وړاندوینې، د اجرا ستونزې او ډېر تمرکز (مرکزي کول) په ګډون نورې جدي ستونزې په ګوته کړې دي. نړۍوال بانک ویلي، چې دغو ستونزو د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو ته زیان رسولی.

نړۍوال بانک د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) «په روغتيا کې د بودیجې تطبیق» تر سرلیک لاندې ویلي: «پاکستان د کلنۍ روغتیايي بودیجې د تیاري کولو پر مهال لا هم په زړو او تاريخي تخصیصاتو تکیه کوي، د دې پر ځای چې د اړتیاوو او لګښتونو سره سم اټکلونه وکړي، دا طریقه د لګښتونو زیاتوالي یا کمښت لامل شوې ده.»

په راپور کې د پاکستان د بودېجې جوړولو پروسه تر ډېره مرکزي یاده شوې، چې په کې د ټيټې کچې روغتيايي مرکزونو ګډون محدود شوی دی.

راپور زیاتوي، چې مالي محدودیتونه او د کال په منځ کې د بودیجې کمښت دا ستونزه لا پسې زیاته کړې ده.

په پاکستان کې روغتيايي مرکزونو ویلي، چې د بودیجې ناڅرګند حالت او د ځنډېدلې اجرا له امله دوی نه شي کولی د برېښنا او نورو اسانتیاوو د بېلونو ورکولو ترڅنګ خپل ورځني لګښتونه پوره کړي.

د عامه منابعو پروګرام ویلي، چې ښايي نړۍوال بانک ۶۰۰ میلیونه ډالر منظور کړي.

نړۍوال بانک دا هم ویلي، چې روغتیايي مرکزونه د خپلو مالي چارو په مدیریت کې خپلواکي نه لري او دا ستونزه یې جدي ګڼلې.

نور خبرونه

رادیو