په ګرمسیر ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال پیل؛ نجونې د زده‌کړو پر بندیز خواشینې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

د هېواد په ګرمسیرو ولایتونو کې د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) نوی ښوونیز کال پیل شو، خو هغه زرګونه نجونې چې درې میاشتې مخکې له شپږم ټولګي څخه اووم ټولګي ته په بریالیتوب تللي نور ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

په ګرمسیرو ولایتونو کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو، چې په زرګونه هغه نجونې چې تېر کال شپږم ټولګی یې په بریالیتوب سره پای ته رسولی نور د زده کړو د دوام حق نه لري او په کور کېنول شوې.

نن (شنبه) په کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، لغمان، ننګرهار او ګڼو نورو ګرمسیرو ولایتونو کې د ۱۴۰۴هجري شمسي نوی ښوونیز کال پیل شو، خو د زرګونو نجونې د زده کړو د مزل ور بند شو.

نن زرګونه هلکانو له درې میاشتنیو رخصتیو وروسته په نویو ټولګیو کې زده کړې پیل کړې، خو زرګونه هغه نجونې چې تر درې میاشتو وړاندې یې ښوونځي ته د تګ اجازه لرله نور یې نه لري.

د احمدشاه په نوم د کندهار یو اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د زده کړو په اړه د طالبانو دوه ګوني چلند د زرګونو نجونو راتلونکی په تیاره بدل کړی.

نوموړی وایي:«درې اولادونه مې په ښوونځي کې دي، دوه زامن چې په لسم او یولسم ټولګي کې دي نن ښوونځي ته لاړل، خو لور مې چې شپږم ټولګي کې وه او سږکال یې باید په اووم ټولګي کې زده کړو ته دوام ورکړی وای هغه نوره په کور کې زندانې شوه. ماته نن ځان ډېر بې وسه ښکاري ځکه د لور د زده کړو لپاره مې هېڅ نه شم کولای.»

د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه چې له دې سره په افغانستان کې نږدې درې میلیونه نجونې او ښځې له لوړو زده کړو بې برخې کړي دي.

د کندهار اوسېدونکې اسما چې تازه یې شپږم ټولګی بشپړ کړی او نن یې باید د زده کړو د دوام په موخه په اووم ټولګي کې زده‌کړې پیل کړې وای وايي:«درې میاشتې وړاندې چې مو کله کلنۍ ازمینې ورکولي ډېره خفه وم، ځکه زه پوهېدم چې نور نو ښوونځي ته نه شم تللی. زه اوس یوازې د کلي مدرسې ته ځم، ما چې کومې هیلې لرلې نور باید د هغه هیلو په اړه فکر ونه کړم.»

د کندهار په ګډون په ځینو ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال د پیل لپاره مراسم نه دي نیول شوي او نه هم طالبانو په ښوونځیو کې د نویو شاملیدونکو زده کوونکو د شمېر په اړه څه ويلي دي.

د بشري حقونو سازمانونه د تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه نیوکې کوي، خو طالبانو په ځلونو ویلي، چې د نجونو د زده کړو لپاره د طرحې پر جوړولو بوخت دي.

نور خبرونه

رادیو