د ښځو پر انځورونو بندیز؛ د طالبانو مېرمنې له انځورونو سره سیاسي پاسپورټونه اخلي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

طالبانو په تازه پرېکړه کې د افغان ښځو انځورونه له پاسپورتونو څخه لرې کړي دي؛ خو د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو مېرمنې په ډیپلوماټیکو پاسپورتونو سره په ازاده توګه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز د «طالبانو ښځې» تر نامه لاندې یو تازه کمپاین پیل کړی، چې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د مېرمنو انځورونه یې په ډیپلوماټیکو پاسپورتونو کې خپاره کړي دي.

نوموړې ویلي دي: «که افغان ښځو ته اجازه نه وي، چې خپل انځورونه په پېژندپاڼو او پاسپورتونو کې ولري؛ نو د طالبانو د مشرانو مېرمنې هم باید له دې قاعدې څخه مستثنی نه‌وي». اډمز د طالب ډیپلوماټانو د مېرمنو انځورونه پر خواله رسنیو خپاره کړي، چې په روسیه،‌ ایران، قزاقستان او پاکستان کې فعالیت لري.

له دې رسوایۍ وروسته طالبانو اعلان کړی، چې ښځې خپله واک لري چې دا پرېکړه وکړي چې پېژندپاڼو او پاسپورټونو کې خپل انځورونه کاروي یا نه. هم‌مهاله د بشري او ښځینه حقونو یو شمېر فعالانو هم پر طالبانو نیوکې کړې، چې له دغه پرېکړې سره یې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او بندیزونه لا ډېر کړي دي.

فعالانې نیوکې کوي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې د ژوند کړۍ تنګېږي او باید نړۍواله ټولنه د دغه بندیزونو په تړاو پر کابل واکمنې ډلې باندې سخت فشارونه او بندیزونه وضعه کړي.

نور خبرونه

رادیو