اصف دراني: ټي ټي پي د افغان طالبانو ایډیالوژیکي تره زامن دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په ځانګړې مرکه کې افغان طالبان د پاکستان له طالبانو سره د «ایډیالوژۍ» له اړخه د تره زامن بللي دي.

اصف دراني زیات کړې، افغان طالبان د «پښتونولۍ» له امله د «ټي ټي پي» مشران اسلام اباد ته نه سپاري.

د دغه پاکستاني پخواني ډيپلوماټ په وینا، د ټي ټي پي جنګیالي په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې له افغان طالبانو سره اوږه په اوږه جنګېدل او همداراز د استراحت لپاره یې هغوی ته پناه ورکوله.

اصف دراني همداراز ویلي، دمګړۍ د پاکستاني طالبانو شاخوا ۶ زره جنګیالي په افغانستان کې دي او له کورنیو سره یې شمېر لسګونه زرو ته رسېږي.

دراني خبرداری ورکړی، چې د پاکستان دولت به پاکستاني طالبان په نښه کړي او جنګیالي به یې چې «هر چېرې وي» تعقیبب او لمنځه یوسي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال د افغانستان پر ختیځو ولایتونو پاکستان ته د منسوبو هوايي بریدونو په تړاو له اصف دراني پوښتنه وکړه، خو دراني دغې پوښتنې ته له ځواب ورکړې ډډه وکړه.

نور خبرونه

رادیو