د پاکستان په کراچۍ ښار کې وسله‌والو غلو یو پولیس تښتولی

۱ ساعت مخکې

د پاکستان د سند ایالت د کراچۍ ښار پر عرفات سړک وسله‌والو غلو پر پولیسو ډزې کړې دي او یو عسکر یې له ځانه سره تښتولی دی. د ځايي امنیتي چارواکو په وینا؛ که څه هم پولیسو پر غلو ډزې کړې دي؛ خو بیا هم نه دي توانېدلي چې د یاد پولیس د تښول کېدو مخه ونیسي.

ځايي چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس د سړک پر سر د تالاشۍ لپاره ولاړ وو او ناببره پرې د یو موټر نه برید وشو او یو پولیس عسکر یې له ځان سره وتښتاوه. امنیتي ادارو خبر ورکړی، چې د تښتول شوي پولیس د موندلو او خلاصون لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

نور خبرونه

رادیو