د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د نړۍ د ۲مېلیارده مسلمانانو سترګې په قطر کې د عربي او اسلامي هېوادونو روانې سرمشریزې ته دي او که د اسراییل پر ضد روښانه تګلاره وړاندې نهشي؛ نو دا به د افسوس وړ وي.
دغه بېړنۍ سرمشریزه د اسراییل له هغه برید وروسته جوړه شوې، چې د سپتمبر په نهمه یې په دوحه کې د حماس پر مشرانو وکړ. تمه کېږي، چې په یاده غونډه کې به وروستي بریدونه په کلکه وغندل وشي او دا هم وڅېړل شي چې راتلونکي کې د اسراییل د ورته بریدونو مخنېوي څنګه وشي.