په دوحه کې د عربي او اسلامي هېوادونو د بېړنۍ غونډې لپاره د بېلابېلو هېوادونو مشران روان شوي، چې په دې لړ کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د قطر پر لور روان شوی دی. له هغه سره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم مل دی.
د دغه بېړنۍ سرمشریزې ناستې موضوعات پر قطر د اسراییل هوایي بریدونو او د فلسطین د وضعیت په تړاو راڅرخي. تمه ده، چې غړي هېوادونه به د اسراییل پر وړاندې یو پرېکړهلیک کې خپل دریځ څرګند کړي او پر دوحه شوي بریدونه به هم په کې وغندل شي.
یوه اونۍ وړاندې اسراییل په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر مشرانو پر یوې غونډې هوايي برید وکړ، چې له کبله یې د یادې ډلې ۲ غړي وژل شوي او څو نور ټپیان شول. د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د اسراییل دغه برید د قطر پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری وباله.