د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ پر سیالیو هم سیوری غوړولی دی

۲ ساعتونه مخکې

د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ پر سیالیو هم سیوری غوړولی دی. تېره شپه د هند او پاکستان لوبډلې د اسیا جام په شل اوریزه سیالیو کې له یو بل سره مخامخ شوې، چې هند په خورا اسانۍ پاکستاني لوبډله ماته کړه.

لوبه د پاکستان په توپ وهنې سره پیل شوه او په شلو اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۷ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ. هند بیا دغه هدف د درېیو وېکټو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۶م اور کې پوره کړ او ورسره یې د ۷ وېکټو په توپیر لوبه وګټله.

له لوبې ووروسته د معمول په څېر د دواړو لوبډلو لوبغاړو باید له یو بل سره ستړي مه شي کړې وه او لاسونه یې ورکړي وای؛ خو هندي لوبغاړو له دغه کار څخه ډډه وکړه.

پاکستاني لوبغاړي په تمه وو، چې هندي لوبغاړي به په دودیز ډول میدان ته ورځي او ورسره به په لاس روغبړ کوي او یو بل ته به د ښې لوبې خبرې کوي؛ خو هندي لوبغاړي خپلې خونې ته ننوتل او دروازه یې وتړله. د هندي لوبغاړو دغه اقدام په پاکستان کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

ځینو پاکستاني مبصرینو ویلي، چې لوبغاړي باید په سیاسي مسایلو کې ښکېل نه‌شي او سپورټ باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.

خو د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر سوریا کمار له لوبې وروسته په خبري غونډه کې ویلي، چې په ژوند کې ځینې مسایل تر ورزشي اخلاقو او روحیې پورته وي.

هغه ویلي:« ځینې مسایل په ژوند کې تر ورزشي روحیې پورته وي. موږ د پهلګام ترهګریز برید له ټولو قربانیانو کورنیو ترڅنګ ولاړ یو او ورسره خپله خواخوږي څرګندوو او خپله بریا هغو سرتېرو ته ډالۍ کوو، چې په وروستیو عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه.»

نوموړي همدا راز ویلي، دا چې تل هندي سرتېرو هڅه کړې له خپلو خلکو په مېړانې دفاع وکړي؛ نو دوی هم داسې فرصت له لاسه نه ورکوي او غواړي په دې ډول معنوي ډالیو هغوی ونازوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کرېکټ لوبې تل له جنجالونو او داسې کیسو سره ملې وي، چې تر ډېره یې خلک یادوي. که څه هم د هندي لوبغاړو بېګاني اقدام په پاکستان کې توند غبرګونونه راپارولي؛ خو په هند کې بیا ترې په پراخه کچه هرکلی شوی دی.

د کرېکټ د چارو پوه سمیع الله هلال بیا وايي، په اوس وخت کې د دې شونتیا شته چې سپورټ دې له سیاست څخه لرې وساتل شي. نوموړی وايي، اوس ټول هېوادونه غواړي چې په یوه ډول ملي ارزښتونه د سپورټ له لارې وپالي.

هغه وایي:« ماته جالبه وي، چې څوک وايي سپورټ دې له سیاست څخه لرې وساتل شي؛ ځکه په سیاست کې خو ټول مسایل راځي او نن سبا چې څومره سیاست په سپورټ کېږي، فکر نه کوم چې له کومې بلې لارې دې وشي.»

د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ سیالۍ تر ټولو ډېرې جنجالي کړې دي، چې بېګانۍ هغه یې ښه بېلګه کېدای شي.

نور خبرونه

رادیو