پاکستان: د ملا یعقوب څرګندونې د افغانستان په خاوره کې د وسله‌ والو پټنځایونه نه شي پټولای

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هغه څرګندونې چې د وسله والو پر وړاندې مبارزه کې یې د پاکستان امنیتي ځواکونه پاتې راغلي بللي وو، د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو د خوندي پټنځایونو حقیقت نه شي پټولای.

دغه وزارت د جمعې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «هر ډول څرګندونې چې د مقابل لوري له خوا کېږي، د دې مسلې جديت نه شي کمولای.»

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې طالبان د پاکستان ضد وسله‌ والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)، د شتون موضوع د بې ځایه او طنزیه خبرو په وسیله نه شي پټولای.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د ملا یعقوب مجاهد وروستۍ څرګندونې د « پیغور او کنایې» تکرار دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا یادونه کړې چې د دغو ډلو پټنځایونه د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه «جدي موضوع» ده او په لوړه کچه د دواړو لوریو ترمنځ پرې خبرې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو شتون د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړې دي او د اړیکو د پراختیا پر وړاندې یې «ستر خنډ» رامنځته کړې ده.

په همدې حال کې، ملا یعقوب مجاهد په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې پاکستان غواړي د خپلو امنیتي ځواکونو کمزوري د افغانستان پر غاړه واچوي.

د هغه په وینا، د پاکستان دننه بریدونه سلګونه کیلومتره د افغانستان له پولې لرې ترسره کېږي.

هغه همداراز زیاته کړې وه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلې اړیکې د دواړو هېوادونو په زیان دي.

نړیوالو څارونکو بیا ویلي، نږدې شپږ زره د «ټي‌ټي‌پي»جنګیالي او د ځینو نورو ترهګرو ډلو غړي دا مهال په افغانستان کې مېشت دي او د روزنې فعالیتونه هم لري.

نور خبرونه

رادیو