سبا به په کابل کې د برېښنا انرژۍ پر تولیدي چارو د پانګونو لپاره یو لوی دوه ورځنی کنفرانس پیل شي.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په دغه کنفرانس کې به د ۲۲ هېوادونو استازي، د نړۍوالو بنسټونو غړي، ملي او نړۍوال پانګوال ګډون ولري.
د طالبانو په ولکه کې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په دغه کنفرانس کې چې د برېښنا شرکت په نوښت پیلېږي په برېښنا سکټور کې شته فرصتونه، ننګونې او حل لارې د کنفرانس له ګډونوالو سره شریکې او همداراز به د برېښنا ثبات په برخو کې کارنده ګامونه پورته شي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې به د ۲۲ هېوادونو استازي، د نړۍوالو بنسټونو غړي، ملي او نړۍوال پانګوال، د طالبانو د دولتي ادارو استازي او خصوصي سکتور فعالان ګډون ولري.
د سرچینې په وینا، دغه کنفرانس، چې په پايله کې به یې د پانګونې فرصتونه، ننګونې او حل لارې په ګوته شي،
د برېښنا شرکت وايي، «د دغه کنفرانس له لارې به د ملي او نړۍوالو پانګوالو، ملي او تجارتي بانکونو او همداراز پانګوالو تر منځ همغږي رامنځته شي، څو په برېښنا سکتور کې شته ستونزې وپېژندل شي او د تولید، لېږد او وېش برخو ته د لویو پانګونو زمینه برابره شي.»
د پوهنتون ځینې استادان او د اقتصادي چارو شنونکي وايي، له برېښنا سکتوره ملاتړ او د پانګونو جلب کنفرانس به نه يوازې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره نوې لارې او فرصتونه پرانیزي، بلکې د سیمهييزو هېوادونو ترمنځ به د همکارۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.
دغه هڅې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ډېریو ولایتونو او په ځانګړي توګه د کابل په ګډون د لویو ښارونو اوسېدونکي د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت لري او وايي، سره له دې چې برېښنا نه لري، خو بیا یې هم بېلونه لوړ راځي.
د افغانستان برېښنا تر نیمايي ډېره یې وارداتي ده او له منځنۍ اسیا او ایرانه تمویلېږي.