روزا اوتنبایېوا ویلي د کونړ زلزله ځپلو ته په مرستو رسولو کې د ښځو رول اړین دی

۱ ساعت مخکې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایېوا د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو کورنیو ته د مرستو برابرولو کې د سیمې د خلکو زړورتیا ستایلې ده او د مرستو په رسولو کې یې د ښځو رول مهم بللی دی.

اوتنبایېوا ویلي، چې مرستندویان دې د ژمې په رارسېدو سره د زلزله ځپلو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي. روزا اوتنبایېوا ویلي:«ملګري ملتونه د ۱۳۹ مېلیون ډالرو غوښتنه کوي، له دې پرته به کورنۍ په ژمې کې ژوندۍ پاتې نه شي.»

نور خبرونه

رادیو