د تاجکستان د بشري مرستو یوه کڅوړه د زلزله‌ځپلو لپاره ننګرهار ته ورسېده

۲ ساعتونه مخکې

د تاجکستان د بشري مرستو لومړۍ کڅوړه د زلزله‌ځپلو لپاره ننګرهار ته ورسېده. دغه درې زره ټُنه مرستې چې خوراکي او غېرخوراکي توکي پکې شامل دي، په ۹ لاریو کې جلال‌اباد ته لېږدول شوې دي. طالبان وايي، د تاجکستان د مرستو څه باندې ۱۰۰ نورې لارۍ به هم افغانستان ته داخل شي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د تاجکستان بشرپاله مرستې د دغه هېواد د سفیر سعید شریفي له خوا د ننګرهار د طالبانو د مرستیال والي عزیزالله مصطفی ته سپارل شوې دي.
په کابل کې د تاجکستان سفیر سعید شریفي وویل، چې هېواد به یې له افغان ولس سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. نوموړي دغه راز د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د تسلیت پیغام هم د هېواد د ختیځ زلزله‌ ځپلو ته ورساوه.
دا په داسې حال کې ده، هغه هېوادونه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، محدودې مرستې یې افغانستان ته لېږلې دي. د مالي سرچینو کموالي ملګري ملتونه دې ته اړ کړي چې د زلزله ځپلو لپاره د ۱۴۰ میلیونه ډالرو د مرستو د راټولولو په موخه غوښتنه خپره کړي.
په عین وخت کې، په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جاپان د ناکامورا شرکت د خوراکي مرستو د وېش خبر ورکړی دی. د طالبانو په وینا، په دغو مرستو کې چې ۹ ډوله خوراکي توکي شامل و، د دغه ولایت په دوو موقتي پنډغالو کې په زرو زلزله‌ځپلو کورنیو وېشل شوې دي.
د یادولو ده، چې د هېواد په ختیځ کې د زلزلې له امله له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان او بې‌کوره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو