د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د فاریاب ولایت په پښتونکوټ او بلڅراغ ولسوالیو کې هغه درې نجونې چې له سپینږیرو سره نکاح کولو ته اړ اېستل شوې وې، د دغه وزارت د محتسبینو لهخوا یې مخنیوی وشو.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادې نجونې د خپلې کورنۍ له خوا وهل شوې هم وې، څو دغو نکاحو ته غاړه کېږدي.
طالبان په داسې حال کې د یادو نجونو د جبري ودونو د مخنیوي ادعا کوي، چې د دوی غړو په تېرو څلورو کلونو کې په بېلابېلو پلمو له څو څو ښځو سره ودونه کړي او تر څنګ یې افغان ښځې له خپلو ټولو لومړنیو حقونو بېبرخې کړې دي.
د یوه بل خبر له مخې، په هلمند کې د سید محمد عیسی په نوم یو کوډګر د ولایتي امربالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبینو له لوري نیول شوی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کس د غېر شرعي کتابونو او جادو اړوند وسایلو په وسیله د «شریعت» خلاف چارې کولې او د خلکو له ناپوهۍ څخه په استفادې سره په ټولنه کې یې بې اعتمادي رامنځته کوله.