په ایران کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو سرپرست فضل محمد حقاني د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ له مرستیال وزیر سعید حبیبا سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.
دغه سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې کتنه کې په ایران کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل په برخه کې پر ګډو همکاریو ټينګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د ایران د علامه طباطبایي پوهنتون څېړنیزې مرستیالې او د کډوالۍ د برخې څېړونکې ماندانا تیشهیار ويلي و، چې د دې هیواد د علومو د وزارت له شمېرو سره سم په ایران کې ۶۰ زره افغان زده کړیالان شته، خو ددغه شمېر په اړه بیا طالبانو څه نه دي ویلي.
په ایران کې مېشت افغانان اوسمهال د دغه هېواد له سخت جبري اېستلو سره مخ دي او په دې لړ کې سلګونه زده کړیالان هم بې برخلیکه شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، فضل محمد حقاني په تهران کې د یوناما د روابطو له مسوول بوجیدار واسیلف سره په کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
د سفارت په وینا، په دې کتنه کې له کډوالو او بېرته ستنېدونکو افغانانو سره د مرستو او همداراز د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو پر څرنګوالي هم خبرې شوې دي.