د ایران د بشري حقونو سازمانونو راپور ورکړی چې په قزوین مرکزي زندان کې یوه افغانه ښځه او د هغې خاوند اعدام شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا جوړه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوې وه او له دریو ماشومانو سره په زندان کې وه، خو وروسته یې ماشومان خوشې او افغانستان ته واستول شول.
د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې حدیقه ابادي او یونس مزارشمس د پنجشنبې په ورځ په قزوین زندان کې اعدام شوي دي. دغه افغانه جوړه څلور کاله وړاندې د اعدام په سزا محکومه شوې وه.
راپور وایي چې دې افغانې کورنۍ شاوخوا ۲۰ کاله په ایران کې ژوند کاوه.
د دې جوړې د ماشومانو هویت او عمر نه دی څرګند شوی، خو یوازې د «ماشومانو» په توګه یاد شوي دي.
تر دې دمه د ایران حکومت او داخلي رسنیو د دې جوړې د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.
د ایران د بشري حقونو سازمان په وینا، یوازې په تېرو دریو کلونو کې په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۵۰۳ کسان اعدام شوي دي.
ههنګاو سازمان هم ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په ایران کې هره اونۍ شاوخوا ۲۵ زندانیان اعدام شوي، چې په ټوله کې ۹۰۶ زندانیان کیږي او له دې ډلې ۵۹ تنه افغانان وو.