شفقت علي خان: په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې خنډ جوړوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د شتون په اړه اندېښنه ښودلي ده.

نوموړي ویلي، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځایونو شتون د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې خنډ ګرځي.

شفقت علي خان دا څرګندونې د جمعې په ورځ د اونیز خبري کنفرانس پر مهال کړي.

نوموړي وویل:«ترهګرې ډلې د سیمې د سولې او ثبات ګډ دښمنان دي او د له منځه وړلو لپاره یې ګډو هڅو ته اړتیا ده.»

نوموړي یوځل بیا له افغان طالبانو غوښتنه کړې، چې د ترهګرۍ د ګډې ستونزې په حل کې دې همکاري زیاته کړي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پوځ په خوست او ننګرهار کې هوايي برېدونه وکړل او طالبانو د یادو هوايي برېدو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان په خاور د ترهګرو د پټنځایونو د شتون ادعا کوي تر دې مخې هم د دغه هېواد چارواکو ورته ادعاوې کړي، خو افغان طالبانو هر ځلې رد کړي او ویلي یې دي چې هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان له خاورې خپلو ترهګریزو موخو ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو