دوغارون کې د ایران او طالبانو شپږمه اقتصادي غونډه؛ پر سوداګرۍ او ټرانزیټ ټینګار شوی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۴

د ایران او طالبانو ترمنځ شپږمه ګډه اقتصادي غونډه د دوغارون په پوله کې ترسره شوې ده. په دغه غونډه کې د دواړو خواوو چارواکو د ټرانزیټ خنډونو پر لرې کولو، د ګمرکي زېربناوو پراختیا او د سوداګریزو تبادلو پر ډېرېدو ټینګار کړی دی.

د ایران او طالبانو پلاوي د دوغارون او اسلام‌کلا ګمرک له دفترونو لیدنه وکړه او د باروړونکو موټرو تګ‌راتګ یې څېړلی دی. په هرات کې د ایران جنرال قونسل علي‌رضا مراحمتي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې «ژورې او ستراتیژیکې» بللې او ویلي دي، چې د لاریو د تم‌ځای وخت کمول او د ګمرکونو تجهیزول د اقتصادي همکارۍ لپاره لومړیتوبونه دي.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له‌مخې؛ د دوغارون پولې له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې شاوخوا ۴ مېلیارده ډالر ده. یوازې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۱.۶ مېلیارد ډالرو ډېر توکي د دغه پولې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي، چې د تېرکال د ورته مودې پرتله په وزن کې ۱۸ سلنه او په ارزښت کې ۵ سلنه زیاتوالی ښیي. په همدې موده کې د دوغارون پولې څخه افغانستان ته د ایران صادرات ۲۸۴ مېلیون ډالرو ته ورسېدل.
طالب او ایراني چارواکي هیله‌من دي، چې نوي تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه کړي. دغه دوه‌ورځنۍ غونډه د خبرواترو د دوام او د ګډو کاري ډلو د جوړېدو لپاره د یوې هوکړې په لاسلیک سره پای ته رسېدلې ده.
د دوغارون پوله د ایران او افغانستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د هرات ولایت شاوخوا نیمایي سوداګري او د ایران د خراسان رضوي ولایت ۹۰ سلنه صادرات له همدې لارې ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو