په دایکندي کې د لومړي ځل لپاره د داخلي تولیداتو نندارتون جوړ شو

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۰

د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې د لومړي ځل لپاره د داخلي تولیداتو ۳ ورځنی نندارتون جوړ شو. دغه نندارتون د یوه خصوصي شرکت له لوري د یاد ولایت لپاره د طالبانو د ځينو ادارو په همکارۍ جوړ شوی دی.

د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو مسوولین وايي، دغه نندارتون نن (دوشنبه د وږي په ۱۰مه) پیل او ۳ ورځې به دوام وکړي.

مسوولین د دغه نندارتون له جوړولو موخه له کورنیو تولیداتو ملاتړ او ورته بازار موندنه بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې اړوند مسوولینو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې په دې نندارتون کې ښځو هم برخه اخیستې وه او که نه، خو یو شمېر ښځينه متشبثینې او همداراز د لاسي صنایعو جوړونکې ښځې د بازار او د ورته ننداتونونو د نه جوړېدو له امله شکایت لري.

دوی وايي، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ځينو فعالو ښځو د لاسي صنایعو په برخو کې پانګونو ته مخه کړې، خو دا چې ورته بازار موندنه نه کېږي او ځانګړي نندارتونونه نه جوړېږي نو کاروبار یې له رکود سره مخ شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو او کار د دروازو له تړل کېدو وروسته یو شمېر نجونو زده کوونکو او هغو ښځو چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده، په لاسي صنایعو کې کار کولو ته مخه کړې، خو د دغه صنعت له رکود سره ځيني پر کار بوختې ښځې هم بېکاره او له امله یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

نړۍوالو بنسټونو هم د طالبانو له لوري له کارونو د ښځو پر منع کېدو له نیوکو سربېره ویلي، طالبانو په دې کار سره افغانستان ته ډېر اقتصادي تاوان رسولی دی.

نور خبرونه

رادیو