نن د وږي (سنبلې) ۹مه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون او یووالي ورځ ده چې هرکال د لر او بر پښتنو او بلوڅو له لوري نمانځل کېږي. افغانستان کې د جمهوريت پرمهال دا ورځ په حکومتي کچه نمانځل کېده، خو د طالبانو بیاځل واکمنېدو وروسته، په هاغه ډول چې پخوا ورته مراسم نیولکېدل، نه نمانځل کېږي.
په کال ۱۳۲۸ کې په کابل کې د یوې سترې غونډې پرمهال چې د لر او بر قومي مشرانو او د سیاسي گوندونو استازو په کې گډون کړی وو، د وږې ۹مه د لر او بر پښتنو او بلوڅو د پیوستون او یووالي د ورځې په نامه ونومول شوه.
مدني فعاله شریفه سوله وايي پښتانه او بلوڅان د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره نږدې پاتې شوي دي، گډ دیني، فرهنگي او تاریخي مشترکات لري او باید له دغې ورځې د دواړو قومونو د لا نږدېوالي لپاره کار واخیستل شي.
د نوموړې په خبره، دواړه پښتانه او بلوڅان په لوی لاس د ځینو لاملونو له کبله جګړې ته اړ ایستل شوي چې له امله یې دا مهال له لویو ننګونو سره مخامخ دي. هغه وايي: «د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته دغه دواړه ویاړلي قومونه په خپلو کې ښې اړیکې لري خو له بده مرغه دواړه ګډ دښمن لري چې دوی یې د افراطیت په لومه کې راایسار کړي دي.»
مدني فعالان وايي چې پښتانه او بلوڅان باید یو بل ته په لاس ورکولو دوی ته متوجې ګډې ستونزې حل کړي او سولهییز ژوند ته رسېدو لپاره هلې ځلي وکړي.
د بلوڅو او پښتنو د یوالي او پیستون ورځ د ټولنیزو رسنیو د کارونکو له لوري هم نمانځل کیږي. د ټولنیزو رسنیو کارونکي وايي چې د دواړو پښتنو او بلوڅانو پیستون او یوالي اوس دې پړاو ته رسیدلی لکه یو روح او دوه جسمونه.
دوی وايي دواړو قومونه په سخت وخت کې د یو بل ترڅنګ درېدلي، خو اوس د دې وخت رارسېدلي چې دواړه په ګډه د ګواښونو او ننګونو د مخنیوي لپاره خپل یووالی او پیستون لا پسې ټینګ کړي.